ناټو: کندوز کې مو ازبکستاني جګپوړي اورپکي نیولي

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو په شمالي کندوز ولایت کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ددو جګپوړو غړو او یوه طالب قومندان د نیولو ادعا کړې ده.

ناټو وايي چې درې واړو قومندانانو د سړک غاړې ماینونو په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې لاس درلود.

نړیوالو ځواکونو په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د تېرې شنبې پر ورځ کندوز کې نیول وي.