ایټالیا ته تلونکي مسافر مړه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ویلي، لږترلږه ۴ مسافر، چې له لېبیا یې ایټالیا ته ځانونه رسول غوښتل، پر لاره یې د کښتۍ اوښتو له کبله مړه شوي دي.

دوی په دې سفر کې ۱۵ ورځې تېرې کړې وې.

له پېښې ژغورل شوي مسافر وايي، چې ځینې نور ژغورل شوي مسافر له لوږې او تندې مړه شول.

دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ته ویلي، چې د ایټالیا ساحل ته په رسېدو یې د باد له کبله بېړۍ د ساحل یوه لیرې ځای ته بوتله او مسافر یې تیت پرک کړل.

د تونس ساحل ته څېرمه یوه کب نیوونکي ځینې مسافر له مرګه ژغورلي دي.

ویل کېږي چې په مړو شوو کې ډېری مسافر د ارتیریا دي.