روسیه: سوریه کې دې نړیوال څارونکي پاتې شي

د روسیې حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په یوه طرحه کې سوریه کې د سولې د نړیوالو څارونکو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

په پام کې ده چې د سولې څارونکي مامورین د راتلونکې میاشتې تر پایه له سوریې ووځي.

ویل کېږي چې د روسیې دغه طرحه د بشارالاسد پر حکومت د هېڅ راز بندیز وړاندیز نه دی کړی، خو له څارونکو یې غوښتي چې د حکومت او مخالفانو ترمنځ نښتې د یوه سیاسي توافق له لارې پایته ورسوي.

د څارونکو په وینا، د روسیې دا ګام به د امنیت په شورا کې د یوه دپلوماتیک اړدوړ جوړولو پیلامه وي.

د سوري بحران د حل لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې استازی کوفي عنان، چې په وروستي سفر ایران او عراق ته تللی و، له یادو هېوادونو د سوري بحران د حل په موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

له تېرو درو میاشتو راهیسې تر اوسه سوریې ته شاوخوا ۳۰۰ نړیوال څارونکي تللي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د سوریې د تاوتريخوالي په ډېرېدو سره د څارونکو فعالیت بې ګټې دی.