فرانسه کې نهه تنه غر ختوونکي ووژل شوي

د فرانسې په آلپ غرونو کې لږ ترلږ نهه تنه غر ختونکي د واوري د ښویدو له کبله وژل شوي او ډیری نور ټپیان دي.

د فرانسې پولیسو وايي په دغه سیمه کې دا پیښه په څو کلونو کې بی سارې وه.

هلیکوپترې د ورکو شویو کسانو لټه کوي. ویل کېږي وژل شوي غرختونکي د جرمني، اسپانیې، سویټزرلنډ او برتانیا وګړي ول.