جاپان کې سيلابونو خلک بې ځايه کړي

د جاپان په جنوب لویدیځ کې چې د سختو بارانونو له کبله سیلابونه او مځک ښوېدني رامنځته شوي ، سرتیري ځای پرځای شوي دي.

راپورونه وایي تر دې مهاله درې تنه مړه شوي او د جاپان چارواکي وایي ویره لري چې ډیر نور کسان به په خپلو کورونو کې تر خټو او لایونو لاندې شوې وي.

تر پنځوس زره ډیرو کسانو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو څخه ووځي .

د سېل ځپلې سیمې په ځینو برخو کې اته ساعته پرله پسې نژدې پنځه سوه میلیمتره باران وریدلې دی .