لوېدېځ اسد ته ١٠ ورځې وخت ورکوي

لوېدیځ هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې حل لارې پر مسودې کارکوي چې غواړي د سوریې ولسمشر اسد ته لس ورځې وخت ورکړل شي چې یا د خپلو خلکو په وړاندې تاوتریخوالی بند کړي او یا به له بندیزونو سره مخامخ شي.

دا به د هغه پرېکړه لیک یوه برخه وي چې تر مخې یې په سوریه کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دوره چې راتلونکې اوونۍ پای ته رسيږي، نوې کېږي. روسیې تل د بندیزونو مخالفت کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال الکساندر پانکین ویلي دواړه لوري هم د سوریې حکومت او هم یې مخالفین اړ دي چې د ستونزې د هواري لپاره یوې سیاسي حل لارې ته غاړه کیږدي.

په عراق کې د سوریې سفیر نواف فارېس هغه څه ته ور اوښتی چې ده د سوريې د خلکو د انقلاب لیکې وبللې.

دا لومړنی جګپوړی ديپلومات دی چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت پرېږدي.