مکسيکو کې د نشه يي توکو د قاچاق تونلونه کشف شوي

په مکسيکو کې دوه ډير پېچلي تونلونه چې فکر کېږي امريکا ته د نشه يي توکو د قاچاق لپاره کارول کېدل د مکسيکو په پوله کې موندل شوي دي.

دغه تونلونه شاوخوا ۲۰۰ متره اوږده دي چې په کې د رڼا او هوا وتلو غم هم خوړل شوی دی.

له ۱۹۹۰ راهيسې د مکسيکو او امريکا ترمنځ له ۱۵۰ زيات دا وړ تونلونه موندل شوي چې ډيری يې خام دي.