د چين اقتصادي وده نيم فيصد لوېدلې

د رسمي شمېرو له مخې په تېرو دريو کلونو کې په لومړي ځل د چين اقتصادي وده وروستۍ کچې ته لوېدلې ده.

د دې کال په دويمه ربعه کې د نړۍ د دويم اقتصاد چين، اقتصادي وده اووه اعشاريه شپږ سلنه لوړه شوې چې دا پخوا نه پنځه سلنه کموالی ښيي.

د دې لوی لامل د چينايي توکو صادرات او پخپله په چين کې د توکو د مصرفولو کموالی په ګوته شوی دی.