سوري فعالينو د ډله ييزو وژنو راپور ورکړی

په سوریه کې مخالف فعالان وايي حکومتي ځواکونو د هما په مرکزي ولایت کې یوځل بیا خلک په ډله ییزه توګه وژلي دي.

فعالان د عیني شاهدانو له خولې وايي دا ډله ییزه وژنه د ترمیسي په کلي کې شوې او له ۱۰۰ ډیر کسان په کې وژل شوي دي.

یو رپوټ دا هم وايي چې د شبيهـ اورپکې ډلې کسان کلي ته ننوتل او ډزې یې وکړې او وروسته بیا پر کلي ډزې وشوې.

خو دا راپور په خپلواکه توګه لا نه دی تایید شوی.