امريکا پر ايران خپل بنديزونه ډيرکړي

امریکا وايي د ایران پرضد یې خپل بندیزونه ډیر کړي څو پر تهران د اتومي پروګرام له امله فشار ډیر شي.

د امریکا د مالیې وزارت وايي هغه یو شمېر کمپنۍ او کسان په تور لیست کې راولي چې په وینا یې له تهران سره د اتومي وسلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د امریکا د مالیې وزارت دغه راز ویلي یو شمېر داسي وتلې کمپنۍ او بانکونه يې په ګوته کړي چې پر ایران یې لګول شویو بندیزونو ته پام نه دی کړی او له ایران سره یې مرسته کړې ده.

خو ایران د تل په څېر بیا ویلي اتومي پروګرام یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی.