د کندهار د ۱۵ امنيتي حوزې مشر وسله والو وژلی

د افغانستان په سویل کې چارواکي وايي ناپيژاندو وسله والو د کندهار د پنځلسمي امنیتي حوزې امر وژلی او بريدګر په تيښته بریالي شوي دي. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پنحلسمي امنتي حوزې امر مستري رحمت الله په موټر كې دندې ته روان و. د پېښي مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د همدې ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو درې تنه ولسي وګړي له حکومت سره د کار کولو په تور له کورنو ویستلي او بیا یې په ډزو ژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.