نايجريا کې يوه ځانمرګي ۵ کسه وژلي

په نايجیریا کې پولیس وايي، ځانمرګي بریدګر له یوه جومات د باندې پنځه تنه وژلي دي.

چارواکي وايي، چاودنه د شمال ختیځ ښار میډاګوري په مرکزي جومات کې له لمانځه وروسته رامنځه ته شوې ده.

د بورنو ایالت مرستیال زنا عمر وایي، دی او د دغه ایالت روحاني مشر ابوبکر عمر نژدې سره ولاړو، چې یو ځوان سړی راښکاره او بم یې وچاوه.

هغه وايي دواړه په دغه پيښه کې نه دي ټپیان شوي.