بانکي مون د سوريې ټول وژنه غندلې ده

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي بانکي مون په سوریه کې د ورستیو ټول وژنو په اړه خپل غوسه ښوولې ده. ښاغلي بان ویلي، د سوریې د رژیم په اړه د نړیوالې ټولنې هره ناکامي به دغه رژیم ته د لا نورو وژنو اجازه ورکړي. د سولې نړیوال استازي کوفي عنان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې ویلي، د سوریې حکومت هغه ژمنې ماتې کړې، چې په ګڼ میشتو ځاینو کې به درنې وسلې نه کاروي. په سوریه کې دملګرو ملتونو ماموریت منلې،چې د پنجشنبې په ورځ په هغه ځای کې چې د سوري فعالانو په وینا له ۲۰۰ ډیر کسان وژل شوي، پراخ پوځي عملیات ترسره شوي دي. د سوریې حکومت ویلي، چې وژل شوي ترهګر دي.