"د مالي کړکیچ ټوله افریقا ننګوي"

په ايتيوپيا کې د افریقايي مشرانو غونډه وايي، په مالي کې راټوکېدلی کړکیچ د دغې وچې لپاره یوه له تر ټولو ستره ننګونه ده.

د عاج ساحل ولسمشر الاسان کواتاره د ايتيوپيا په پلازمېنه اديس ابابا کې غونډې ته وویل، ترهګرې ډلې په مالي کې د پټنځاینو د جوړېدو هڅه کوي.

هغه وویل، دغه ډول حالت د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.

د روان کال په پيل کې، له پوځي کودتا وروسته د اسلامپالو ملېشو او یاغیانو د مالي د شمالي برخو واک په لاس کې واخیست.

د افریقايي مشرانو غونډه، د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ د لانجې پر غوڅېدو هم غور کوي.