جاپان کې سېلابونو خلک د کور پرې ښودو ته اړ کړي

د جاپان په جنوب لوېدیځ کې د سختو سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښوېدنې له وېرې، شاوخوا دوه نیم سوه زره کسانو ته لارښوونه شوې، چې خپل کورونه پرېږدي.

راپورونه وايي، په کیوو شیو ټاپو کې له درې ورځو سختو بارانونو وروسته دغلته له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او یا هم ورک شوي دي.