د امریکا د بهرنیو چارو وزیره مصر ته رسېدلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، مصر ته رسېدلې، چې د دغه هېواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي سره وګوري.

اغلې کلنټن به هڅه وکړي، چې له ښاغلي مرسي نه هم د بهرنۍ او هم د کورنۍ پالیسۍ ډاډ ترلاسه کړي.

ښاعلي مرسي په جون کې د مصر د لومړنیو ازادو ټاکنوله مخې ولسمشر وټاکل شو.

په قاهره کې د بي بي سي خبریال وايي، د اوباما اداره غواړي، چې د مصر دیموکراسي او بشري حقونو خوندي وي.