برتانوي ساينسپوهانو د ګېټس ټولنې جايزه واخيسته

یوې ډلې بریتانوي ساینسپوهانو د ګیټس له ټولنې د لس میلیونو ډالرو په ارزښت یوه جایزه ترلاسه کړې ده. دوی د جنتیکي محصولاتو د ودې او اصلاح په برخه کې کار کوي. په انګلستان کې د جان اینز په څېړنیز مرکز کې کارپوهان د غنمو او وریجو د داسې ډول لټه کوي چې لږې او یا هم هیڅ سرې ته اړتیا ونه لري.