د سوډان او جنوبي سوډان مشران خبرې کوي

د سوډان او جنوبي سوډان مشران له یو بل سره خبرو ته ناست دي. دغه ناسته د روان میلادي کال په پیل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر نښتو وروسته لومړنی هغه ده. د سوډان ولسمشر عمرالبشیر او د جنوبي سوډان ولسشمر سلوا کېر په ادیسه بابا کې د افریقايي ټولنې د مشرانو د غونډې په څنډو کې له یو بل سره کتلي دي.