په نورستان کې وسله والو ۳ سرتېري وژلي

د افغانستان په ختیځ نورستان کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د ملي اردو درې سرتیري وژلي دي. د نورستان د امنیې قومندان غلام الله نورستاني بي بي سي ته وویل، دغه درې تنه د نورستان له مرکز پارون نه برګمټال ته پر لار وو، چې وسله والو طالبانو نیولې او بیا یې وژلي دي.

ښاغلی نورستانی وايي، وسله والو طالبانو دوه نور ملکي وګړي هم له ځان سره د ملي اردو د سرتیرو په شک بیولي دي.

د ملي اردو دغو وژل شوو دریو سرتیرو په کندهار او هلمند کې دندې لرلې.