"د سوريې په تړاو د روسيې دريځ نه دی بدل شوی"

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په ملگرو ملتو کې د سوريې پر ضد له ممکنه بنديزونو سره د روسيې د سلا کولو هڅې د ډارولو معادل بللي.

ښاغلي لاوروف په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سوریې د کړکیچ په اړه د روسیې دریځ بدل شوی نه دی.

هغه وویل، د ا غیرې واقعي خبره ده، چې له روسیې دې پر بشارالاسد له واکه د ګوښه کیدو لپاره د فشار غوښتنه وشي.

ښاغلی لاوروف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی کوفي عنان سوریې ته ورسیږي.

په همدې حال د سوریې د پلازمینې دمشق په څنډو کې د حکومتي ځواکونو او د ازادې سوریې د پوځ ترمنځ جګړه روانه ده.