کاناډا کې وسله والو پر ميله ډزې کړي

په کاناډا کې پولیس وايي د یوې میلې په ترڅ کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او نولس نور ټپیان دي.

پېښه د تورنتو په ښار کې تر یوې لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

ډزې د شاوخوا دوه سوه کسانو د ګڼې ګوڼې پر لوري شوي دي.

د ټورنټو د پولیسو مشر بېل بلیر وايي له هغه راهيسې يې چې دغه دنده ترلاسه کړې دا په دې ښار کې تر ټولو جدي جرمی پېښه ده چې ورسره مخ شوی دی.