حکومت پر دمشق همغږي بريدونه رد کړي

سوري حکومت د پلازمېنې دمشق پر زړه د مخالفينو د پر له پسې بريدونو رپوټونه رد کړي دي.

حکومت مخالفو فعالينو د پلازمينې پر يوه لوى سړک د نښتو رپوټ ورکړى وو.

خو د سوريې د اطلاعاتو وزير وويل حکومتي ځواکونه ځينو مخالفينو سره چې ښار ته ننوتي وو ښکيل شول،چې ځينې يې تسليم شول او نور يې وتښتېدل.

په همدې ترڅ کې سوريې ته د ملگرو ملتونو استازي کوفي عنان په مسکو کې له ولسمشر پوتين سره وکتل.

ولشمشر پوتين ښاغلي عنان ته د هغه د سولې د پلان د ملاتړ ډاډ ورکړ.