هلمند کې ۹ افغان سرتيري او ۸ طالبان وژل شوي

د افغانستان په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې نهه افغان پوځیان وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند داوود احمدي وايي، په نښتو کې اته وسله وال هم وژل شول شوي دي. ښاغلی احمدي وايي، له وسله والو سره دغه نښتې، په نادعلي او واشیر ولسوالیو کې رامنځ ته شوي دي.

طالبانو بیا د ګڼ شمیر افغان پوځیانو د وژلو ادعا کړې.