عراق د نواف الفارس پر ضد قضايي ګام اخلي

عراق وايي په بغداد کې د سوريې د سفير نواف الفارس چې تېره اوونې د بشارالاسد له رژيم نه جلا شو، برتانوي اوونيزې سنډې ټلېگراف ته د نوموړي د څرگندونو له امله د هغه پر ضد قضايي گام پورته کوي.

ښاغلي الفارس دغې اوونيزې ته ويلي وو چې په ٢٠٠٣م کال کې پر عراق د امريکا له بريد وروسته سوريې د امريکايي ځواکونو په مخ کې د خنډ ودرولو په موخه له القاعدې سره يوه ټلواله جوړه کړه. نوموړي وويل عراق ته د جهادي ډلگيو د لېږد په برخه کې يې له دمشق سره مرسته کړې.

د عراق د لومړي وزير يوۀ سلاکار د ښاغلي الفارس څرگندونو ته په غبرگون کې وويل، د نواف الفارس وينا په عراق کې دننه په بريدونو کې د لاس لرلو په اړه يوه اعتراف ته ورته ده، نو حکومت به په دې تړاو په قضايي اقدام لاس پورې کوي.