د لېبيا ټاکنو کې منځلارو ډېرې څوکۍ ګټلي

په تیرو څو لسیزو کې د لېبیا په لومړنیو ازادو ټاکنو کې د منځلارو ډلې تر ټولو ډیرې څوکۍ کټلي دي.

د محمود جبریل په مشرۍ ملي ایتلاف، چې او سمهال د دغه هیواد د منځمهالي حکومت لومړی وزیر دی، له ۸۰ څوکیو چې د سیاسي ګوندونو لپاره ځانګړې شوي، ۳۹ یې ګټلي دي.

بل سیاسي ګوند، اخوان المسلمین د ۱۷ څوکیو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی دی.

پاتې ۲۰۰ نورې څوکۍ په خپلواکو نوماندانو پورې اړه لري، چې تراوسه نه دي مالومې شوي.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال وايي د ټاکنو پایلې ښیې، چې د لیبیا ډېری ځوانانو خپلې رایې د هغو نوماندانو پرضد کارولي، چې مذهبي تګلارې يې لرلې.