"د روژې په خاطر جګړه ودروئ"

د افغانستان په ختیځ کې بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي، چې په ډېرو اسلامي هېوادو کې له نن څخه پیل شوه، جګړه ودروي.

په ننګرهار کې د بشري حقونو د دفتر مشر رفیع الله بیدار وایي په سیمه ییزه کچه یو موقتي اوربند هم کولای شي په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د بندولو پر لور یو پرمختګ وي: