اروزګان کې امنیې قوماندان له ساتوونکو سره وژل شوی

د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وايي چې د دغه ولایت د سراب ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو څلورو ساتونکو سره په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

پیښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د امنیې قومندان پوځي ګاډی د سړک غاړې پر ماین برابر شو.

د اروزګان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر ګلاب خان وايي سراب نوې ولسوالۍ ده او وژل شوى قومندان احمد الله نوميږي.

ويل کيږي چې د سراب دغه پېښه د نوموړې ولسوالۍ د زمبورک نومي سيمه کې شوې ده.

تر اوسه چا د دې پېښې پړه نه ده اخیستې.