برونای کې د څرخکې لوېدو ۱۰ تنه وژلي

د برونای دهوايي ځواک یوه چورلکه رانسکوره شوې چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

په دغه چورلکه یولس پوځي زده کونکي او درې عمله سپاره وو.

په پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي او دوه نور نادرکه دي.

دغې ۲۱۲ ډول بیل چورلکې د برونای پلازمینې ته پوځي زده کونکي له زده کړې وروسته وړل.

تر اوسه د پيښې لامل نه دی په ډاګه شوی.