سوريه له لاسه وتلې سيمې بېرته نيسي

د سوريې حکومتي ځواکونه د دمشق د ځينو سيمو او سرحدي گودرونو د بيا نيولو لپاره په جگړه کېوتي چې مخالفو ځواکونو لاندې کړي وو.

حکومتي ټلوېزيون وايي له ولسمشر اسد سره ولاړو ځواکونو د دمشق په زړه کې د ميدان سيمه بېرته نيولې او پر سړکونو يې د سويو او په وينو ککړو مړو تصويرونه ښودلي دي.

ياغيان وايي چې د ميدان له سيمې وتلي خو په نورو ځايونو کې يې بريدونو ته دوام ورکړى دى.

له دې سره جوخت، د ملگرو ملتو امنيت شورا د وروستي ځل لپاره په سوريه کې د خپلو څارونکو ماموريت ۳۰ نورې ورځې غځولى دى.

په ملگرو ملتو کې د امريکا سفيرې سيوزانا رايس وويل چې امريکا د بل ډول پرېکړې هيله درلوده.