عاج ساحل کې کډوال په خپل کمپ کې وژل شوي

د عاج ساحل لپاره دملګرو ملتونو استازی بیرټ کیونډر وايي، د دغه سازمان د سوله ساتو تر خوندیتوب لاندې د کډوالو په کمپ کې اووه تنه وژل شوي دي.

هغه وايي، لږ تر لږه ۳۰۰ وسله وال له ماشین ګڼو سره د لوېدیځ ښار ډوکیو ته نژدې د ګډوالو پر پنډغاړ برید کړی او د کمپ په لوټ کولو او سوځولو یې پیل کړی دی.

له دغه کمپ نه، چې ۵۰۰۰ بې ځایه شوي ګډوال په کې مېشت دي، ګڼ شمېر یې اوس تښتېدلي دي.