"د سوريې چارواکې د ډېرو برخو ولکه له لاسه ورکوي"

د سوریې د حکومت یوه مهمه مخالفه ډله، اخوان المسلمین وايي، د دغه هېواد چارواکي د هېواد په ډېرو برخو کې د سقوط په حال کې دي.

دغې ډلې د مقاومت او ډېسپلین غوښتنه کړې او وايي، ټول د عمومي امنیت او د بنسټیزو حقونو په خوندي کولو کې مسوولیت لري.

د الیپو په ښار کې جګړه اوس دویمې ورځې ته غځېدلې ده.

په همدې حال کې مخالف فعالان وايي، په وروستیو تاوتریخوالو کې له دوو سوو ډیر کسان وژل شوي، چې ډېری یې په پلازمېنه دمشق کې دي.

د ولسمشر اسد، تره زوی ریبال رفعت د بي بي سي عربي څانګې ته وویل، چې د کړکیچ د غوڅېدو لپاره باید دواړه غاړې وژنې بندې کړي:

"د سوریې دحل یوازینۍ لاره دا ده، چې دواړه خواوې له وژنو لاس واخلي. دوی دارنګه د دپلوماتیکو خبرو پیلېدا او سوله ییزې دیموکراسۍ ته اړتیا لري. راتلونکې ټاکنې به په ۲۰۱۴ کال کې وي. موږ له ۴۰ کالونو ډېر په سوریه کې د دېکتاتورۍ د پای ته رسولو لپاره صبر وکړ، نو ایا نه شي کېدای، چې یو کال نور د سوله ییزې دیموکراسۍ لپاره انتظار وباسو"