ميدان وردګو او کونړ کې ۹ ملکيان وژل شوي

د افغانستان په میدان وردګو کې سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پنځه ملکي وګړي وژلي دي.

د والي ویاند شاهدالله شاهد بي بي سي ته وویل، دغو پنځو تنو د بهرنیانو په یوه اډه کې مزدوري کوله.

دوی وايي وسله والو طالبانو هغه مهال دوی له موټر سره وتښتول، چې غوښتل له جلرېز ولسوالۍ نه میدان ښار ته لاړ شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

ها خوا په ختیځ کونړ کې بیا چارواکي وايي، د پاکستان له لوري په توغول شوو توغندیو کې د یوې میرمنې په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په تیرو دوو شپو نژدې درې سوه توغندي دپاکستان له لوري پر دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.