دبرما ولسمشر تایلنډ ته تللی

دبرما ولسمشر تهین سین په درې ورځني سفر تایلنډ ته تللی.

نوموړی به په دې سفر کې د دغه سوداګریز ملګري هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ په اړه وغږیږي.

په برما کې واک ته له رسېدو وروسته، تایلنډ ته د برما د ولسمشر دا لومړی سفر دی.

د هغه دا له دې مخکې دوه ځله ځنډول شوی دی.

دبرما ولسمشر پروسږکال واک ته له رسېدو سره سم په خپل هېواد کې یو لړ سیاسي او اقتصادي اصلاحات پیل کړل.

ټاکل شوې، نوموړی به سبا د تایلنډ له لومړي وزیر ینګلک شینواتارا سره لیدنه ولري.