هند ولسمشر وټاکه

هندوستان پرناب مکهرجي خپل ولسمشر ټاکلی دی.

ښاغلی مکهرجي د ماليې پخوانی وزیر و او د اوسني ایتلافی حکومت د مخکښ- ګانګرس ګوند غړی هم و.

د هندوستان ولسمشري تر ډېره تشریفاتي بڼه لري خو په هغه صورت کې، چې په ملي ټاکنو کې هیڅ ګوند اکثریت رایې خپلې نه کړي، ولسمشر مهم رول لري.

که څه هم د مالیې وزیر په توګه پر هغه ډېرې نیوکې کېدې خو ښاغلی مکهرجي تجربه لرونکی او مخوره څېره ده.

هغه د ملي او ایالتي پارلمانونو لخوا ولسمشر ټاکل شوی دی.