د لیبیا داولمپيک کمېټې مشر خوشې شو

راپورونه وايي، د لیبیا داولمپيک کمېټې مشر، له تښتونې یوه اوونۍ وروسته خوشې شوی دی.

نبي العالم د تېرې یکشبنې په ورځ هغه مهال وسله والو، چې پوځي یونېفورم یې پرتن و وتښتاوو، چې پلازمېنې طرابلس کې یې موټرچلاوه.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې هغه ولې تښتول شوی و.

ښاغلی العالم تېر کال د ډګروال قذافي تر رانسکورېدو وروسته د اولمپيک کمېټې مشر ټاکل شوی دی.

پخوا د دغې کمیټې مشر، د قذافي زوی محمد و.