اروپایي مشران د سوريې په تړاو بروکسل کې غونډيږي

د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د سوریې د حالاتو د لا خرابېدو په تړاو خبرې کوي.

وړاندې تر دې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له ولسمشر اسد څخه وغوښتل چې ژر تر ژره واک پرېږدي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټون غونډې ته د ننوتو پر مهال وویل دا څرګنده ده چې نړیواله ټولنه به د اسد پر رژیم خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.