د سوريې په حمص او حلب کې زندانيانو پاڅون کړی

په سوریې کې د حکومت مخالف فعالین وايي د حلب او حمص ښارونو په زندانونو کې پاڅون شوی او د محبسونو د ماتولو هڅې شوې دي.

فعالین وايي په حلب زندان کې نهه تنه وژل شوي دي.

دوی وايي وېره شته چې هلته به د تلفاتو کچه لوړه وي ځکه حکومتي ځواکونه پر دواړو زندانونو د برید لپاره تیارۍ نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په سوريه کې جګړو زور اخيستی دی.