د لندن اولمپيک لوبو ته نور سرتېري وګمارل شول

د برتانیا حکومت اعلان کړی چې د اولمپیک لوبو د امنیت لپاره یې ۱۲۰۰ نور اضافي سرتېري ګمارلي دي.

ټاکل شوې چې د اولمپیک لوبې د جمعې په ورځ پیل شي.

دا ۱۲۰۰ کسان پر هغو ۳۵۰۰ سرتېرو سربېره دي چې یوه شخصي امنیتي کمپنۍ د اړینو امنیتي کسانو په برابرولو کې پاتې راغله.