د جنوبي کوریا ولسمشر له خپلو خلکو بخښنه وغوښته

د جنوبي کوریا ولسمشر لیو مونګ باک په فساد کې د خپل مشر ورور د ښکېلتیا له امله بښنه غوښتې ده.

ښاغلي باک د تلوېزیون له لارې په یوې وینا کې وویل ځینې شرمونکې پېښې یې کورنۍ ته پېښې شوې دي چې کوریا ته یې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د ولسمشر مشر ورور لي سان دېک د روانې میاشتې په لومړیو کې په فساد کې د ښکېلتیا له امله نیولی شوی وو.