د مصر ولسمشر محمد مرسي نوی صدراعظم وټاکه

د مصر نوي ولسمشر محمد مرسي د اوبو وزير هشام قنديل د حکومت د لومړي وزير په توگه نومولى دى.

مخکې د دغې څوکۍ په اړه چې ولسمشر مرسي به يې چاته ورکوي په اړه ډېر اټکلونه وو.

محمد مرسي او د مصر پوځي شورا لا هم د دغه هېواد د پارلمان پر سر په ناندريو بوخت دي.

پوځي شورا وايي د اساسي قانون محکمې پارلمان منحل کړی او بايد څوک يې له پرېکړې سر ونه غړوي، خو د محمد مرسي پلويان دا د خلکو د خوښې استازي بولي.