غور کې ۷ شپانه ماشومان بمي چاودنې وژلي

افغان چارواکي وايي د افغانستان په غور ولايت کې د يوې چاودنې په پايله کې لږ تر لږه اووه ماشومان وژل شوې دي.

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي بي بي سي ته وويل چې دغو ماشومانو د تايورې په ولسوالۍ کې څاروي څرول چې چاودنه پرې وشوه.

دی وايي د ماشومانو عمرونه د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.

د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.