د کانګو له یوه ښاره یاغیان وشړل شول

د کانګو سرتېرو د ملګرو ملتونو د ځواکونو په ملتیا د دغه هېواد په ختیځ کې له تر ټولو مهم ښار ګوما څخه یاغیان ایستلي دي.

د ایم ۲۳ په نوم د یاغیانو ډلې چې د ملګرو ملتونو په باور د روندا ملاتړ ورسره دی د ګوما ښآر ته لوی ګواښ پېښ کړی وو.