اوباما: امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی باید را کم کړم

د امریکا د متحده آیالاتو ولسمشر بارک اوباما په پارلمان کې د دواړو عمده ګوندونو له استازو سره د کار ژمنه کړې چې څنګه کولای شي په ټوله امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی را کم کړي.

ښاغلی اوباما وايي د امریکا د قانونو له مخې هر څوک خپله وسله لرلای شي، خو هغه به پر دې فشار راوړي چې وسلې د مجرمینو له لاسه خوندي وساتل شي.

هغه په نیو اورلین کې د ولسشمریز کمپاین په ترڅ کې په دې اړه وویل:

زه لکه د ډېرو نورو امریکايیانو په څېر باور لرم چې هر څوک د وسلې لېږدولو حق لري. زه فکر کوم موږ له یو نسل څخه بل نسل د وسلو ساتلو دود پېژنو چې د ښکار لپاره دی. او زموږ له درنو میراثونو دی. خو زه دا باور هم لرم، د وسلو ډېر لرونکي به راسره موافق وي چې د اې کې ۴۷ ډوله وسله چې د سرتېرو سره وي باید د مجرمینو لاس ته ونه لویږي.