اولمپیک کې د ناسم بیرغ پر ځړولو بښنه

لندن کې د اولمپیک سیالۍ تنظیمونکې ادارې له شمالي کوریا بښنه وغوښته چې په تېروتنې سره د ښځو د فوټبال په سیالیو کې د دغه هېواد بیرغ پر ځای د سویلي کوریا بیرغ ځړول شوی و.

دغه سیالي چې په ګلاسکو ښار کې ترسره شوه وروسته له هغه د یو ساعت لپاره وځنډیده کله چې د شمالي کوریا لوبډله د اعتراض په توګه له لوبغالي څخه ووته.