لغمان: وسله وال له خلکو سره په نښته کې وژل شوي

د افغانستان په ختيځ ولايت لغمان کې چارواکي وايي تېره شپه، د وسله والو طالبانو د يو ځايي قوماندان په ګډون لږ تر لږه پنځه، وسله وال طالبان، له ولسي خلکو سره، په نښته کې په اليشنګ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک ، وايي په وژل شويو وسله والو کې چې په يو کور کې محاصره شوي وو دوه يې پاکستانيان دي چې د ده په خبره، اسناد او شواهد ور سره موندل شوي دي.

د والي وياند وويل، ولسي خلکو له وژل شويو وسله والو پنځه ميله وسله هم نيولې ده.

د لغمان ولايت له دوو ولسواليو ، اليشنګ او دولت شاه څخه داسې را پورونه ورکول شوي چې دغلته ځايي خلکو د وسله والو طالبانو پر خلاف، حرکت پېل کړى او له هغوى سره يې نښتې کړي دي.

وسله وال طالبان بيا دا ولسي حرکت نه بلکې قومي اورپکي بولي چې په وينا يې د حکومت په هڅونه د دوی پر وړاندې درېږي.