د سوري حکومت د پلان په اړه د امریکا اندېښنه

د امريکا حکومت ويلي، اندېښنه لري د سوريې حکومتي ځواکونه په حلب ښار کي د ډله ييزو وژنو چمتو والی نيسي.

د سوريې حکومتي ځواکونه د هېواد تر ټولو لوى او سوداگريز ښار- حلب را ګېر چاپېر کوي چې له هغه ځايه حکومت مخالف جنګيالي وباسي.

له ښار څخه دننه راپورونه وايي چي حکومتي ځواکونه درنې ډزې کوي او لوړ څرخي الوتکې ګرځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د حکومتي ځواکونو د بريد د پلان په اړه د منلو وړ راپورونه شته.

حکومت مخالف جنګيالي وايي چې دوی لږ تر لږه د ښار پر نيمايي بر خه کنټرول لري.

خو په دغه ښار کې د بي بي سي خبریال وایي اوس هر یو هلته د یوې داسې لویې جګړې وړاندوینه کوي چې یوه غاړه یې هم بایللو ته غاړه نږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوریا نولاند خبریالانو ته ویلي چې دا نښې ښه تعبیر نه لري.

"اندېښنه دا ده چې موږ به په حلب ښار کې د ټول وژنې شاهد و او دا هغه څه دي چې ښکاري رژیم ځان ورته چمتو کوي".