فرانسې د یورو د لوېدو مخنیوي هڅه پیل کړه

د فرانسې او جرمي مشرانو د اروپا د مرکزي بانک له مشر سره خپل غږ یوځای کړی چې وايي د یورو د لویدو د مخنیوي لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

له تیلفوني خبرو وروسته د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل د دغې واحدې پیسې ارزښت ساتلو ته ژمن دي.

په برلین د بي بي سي خبریال وايي دا ښايي یوه نښه وي چې جرمني له هغو تګلارو سره خپل مخالفت نرم کړي چې له مخې یې د اروپا مرکزي بانک ښايي له هسپانیې سره د پورونو د پرې کولو په خاطر مرسته وکړي.