په جومات کې چاودنې یو طالب دوه ماشومان ووژل

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همغږۍ د مرکز مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتک وايي چې د جمعې په ورځ مازديگر مهال د سنگين ولسوالۍ د شکر شيلې په یو جومات کې د چاودنې له امله يو وسله وال طالب او دوه کوچنیان وژل شوي دي.

د ښاغلي هوتک په خبره چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه وسله وال طالب په دغه جومات کې ماین جوړاوه.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې دوو تنو وژل شوو کوچنیانو په دغه جومات کې د قرآن حفظ کاوه.