طالبانو د میدان وردګو د چک ولسوال وژلی

د افغانستان مرکزي ولایت میدان وردګو د چک ولسوال اسماعیل وفا وسله والو طالبانو وژلی دی.

وسله والو طالبانو ویلي چې د میدان وردګو ولایت د چک ولسوال اسماعیل وفا یې کار ته د تلو پرمهال وژلی دی.

طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی وفا نن سهار (یکشنبه، جولای ۲۹) د چګ ولسوالۍ ته نژدې د بابا کلا په سیمه کې وژل شوی دی.

دوی وايي چې اسماعیل وفا طالبانو یوې امنیتي پوستې ته نژدې وژلی دی.

طالبانو ادعا کړې، چې له ولسوال سره د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.