د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک لامبو وهنې سیالي امریکایي وګټله

د لندن د ٢٠١٢ کال د اولمپيک لوبو د څلور سوه مترود انفرادي لامبو وهنې په سيالۍ کې امريکايي لامبو وهونکي راين لختي سيالي وگټله.

دا د سرو زرو لومړى مډال وو چې د امريکا متحده ايالتونو لوبو کې ترلاسه کړ.

د لختي مهم سيال، امريکايي ملگري مايکل فليپز چې څوارلس ځلې يې د اولمپيک مډالونه گټلي دي، ونه شو کړاى چې کوم مډال ترلاسه کړي.

يوه شپاړس کلنه چينايي لامبو وهونکې يو شيوين د ښځو د څلور سوه مترونو په انفرادي لامبو وهنې کې د سرو زره مډال ترلاسه کړ.

تردې وړاندې د سړو د بایسکل ځغلونې سيالي قزاقستاني الکساندر وينکوروف وگټله.